د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي، افغان ځواکونو نن سهار د سیمه ییهزو پاڅونوالو پر مرسته له وسله والو طالبانو د سمنګان ولایت دره صوف بالا ولسوالۍ بېرته نیولې.
هغه زیاته کړې،چې وسله وال طالبان له ولسوالۍ څخه وتلي او په وینا یې، د افغان ځواکونو تصفیوي عملیات روان دي.
د کورنیو چارو وزارت هم ویلي، افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پروان کې شیخ علي، سرخ پارسا او سمنګان کې دره صوف بالا ولسوالۍ له طالبانو بېرته نیولي دي.
د امنیتي او دفاعي سکتور ویاند جنرال عمر شینواري هم ورځ وړاندې ویلي، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په دې وروستیو کې ۲۴ ولسوالۍ له طالبانو بېرته نیولي دي
طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.