ترکي چارواکي وايي، ایران سره پر پوله هره ورځ لسګونه هغه افغانان نیسي،چې په ناقانونه توګه دغه هېواد ته د اوښتو هڅې کوي.
دوی زیاتوي،چې په دې غیر قانوني کډوالو کې ګڼ ایرانیان او پاکستانیان هم شامل دي،خو په خبره یې ډېر یې افغانان دي.
د چارواکو په خبره، یوازې پرون شااوخوا ۱۶۰ غیر قانوني کډوال له ایران سره پر ګډه پوله نیول شوي،چې ۵۹ یې افغانان دي.
ترکیه وایي، په افغانستان کې د جګړو له شدت سره دغه هېواد ته د کډوالو ورتګ هم ډېر شوی دی،چې له امله یې دوی لا ډېرو امنیتي تدابیرو ته اړ شوي دي.
تر دې وړاندې هم، هره ورځ لسګونه افغانانو هڅې کولې، ترکیې ته او بیا له هغه ځایه اروپا ته ځانونه ورسوي.