د افغانستان بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره ټلیفوني خبرو کې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر د وروستیو څرګندونو په اړه اندېښنه وښودله.
د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلي، د دوی د لومړنیو مالوماتو پر اساس په اسلام اباد کې د افغان سفیر لور سلسله علي خېل نه وه تښتول شوې او ویلي چې هندي استخباراتو دغه موضوع غټه کړې ده.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې اتمر له قریشي سره ټلیفوني خبرو کې ویلي چې غیر مسلکي څرګندونې او له وخت مخکې قضاوت دوه اړخیزو اړیکو او د روانو څېړنو پایلو ته چې تر اوسه لا بشپړه شوې نه دي، زیان رسوي.
اتمر ویلي، افغانستان د څېړنو پر مخ وړلو او د تورنو کسانو نیولو او محاکمې کې له پاکستان سره همکارۍ ته چمتو دی.
اتمر زیاته کړې ده،چې ټاکل شوې، په دې اړه یو پلاوی اسلام اباد ته سفر هم وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ډاډ ورکړی دی چې د افغان سفیر د لور د تښتونې قضیه به په جدي ډول وڅېړل شي.
دغه راز قریشي حنیف اتمر ته په هغه هېواد کې د افغان ډيپلوماتو د امنیت په اړه ډاډ ورکړی دی.
د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د افغان سفیر نجیب الله علي خېل د لور سلسله علي خيل د تښتونې او زورېدو پېښې پراخ غبرګونونه راوپارول.
افغان حکومت د یادې قضیې په غبرګون کې له اسلام اباد خپل سفیر او نور ډيپلوماتان هم کابل ته راغوښتي دي.