Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار کې د هندي خبریال دانش صدیقي وژنې پر نړیواله کچه غبرګونونه پارولي

admin by admin
2021/07/18

د  کندهار ولایت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د جمعې پر ورځد رویټرز خبري آژانس خبریال دانش صدیقي وژنې د نړۍ پر کچه ګڼ غبرګونونه راپاولي دي.

ملګرو ملتونو، یوناما، افغان ولسمشر محمد اشرف غني، افغان او بهرنیو خبریالانو او د رسنیو ملاتړو بنسټونو د صدیقي وژنه لویه ضایع بللې او د دې پيښې د څیړنو غوښتنه یې کړې ده.

د ملګري ملتونو عمومي منشي انټونیوګوترس وايي:« په افغانستان کې د هندي انځور اخېستونکي خبریال دانش صدیقي په وژنه خواشیني څرګندوو او په جګړه ځپلي هېواد افغانستان کې  د هغه او د نورو خبریالانو د وژنو قضیوو د څېړنو غوښتنه کوو.»

په افغانستان کې د یوناما دفتر:« افغانستان کې داخلي او بهرني خبریالان له مخ پر زیاتیدونکي ګواښ سره مخ دي. موږ ټولو خبریالانو او د دانش صدیقي کورنۍ سره ژوره خواخوږي څرګندوو. افغان حکومت باید د خبریالانو ژوند خوندي کړي او دغه قضیې وڅېړي.»

افغان ولسشمر غني هم پر دغې پېښې خواشیني ښوولې او ټېنګار یې کړی، چې افغان حکومت د بیان ‌ازادۍ لارویانو د ژوند خوندیتوب ته ژمنتیا لري.

ولسمشر غني زیاته کړه:« د  طالبانو ډلې د تاوتریخوالي د خبري پوښښ پر مهال د رویټرز خبري اژانس پر هندي الاصله خبریال او انځور اخېستونکي د ترویستي برید له امله ډېر خواشینی شوم. د نوموړي او رسنیو کورنۍ ته تسلیت وړاندې کوم او یو وار بیا د بیان ازادۍ او د ازادو رسنیو او خبریالانو ساتنې ته د دولت ژمنتیا څرګندوم.»

بل پلو د  افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې بیا د صدیقي وژنه لویه ضایعه بللې او خوشیني یې پرې څرګند کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت ادعا کوي، چې نوموړی د طالبانو له خوا په نښه شوی،هغه څه چې طالبان یې مسولیت نه مني.

دغه راز د نړۍ پر کچه پېژندل شوي څېرو او چارواکو د دانش مړینه لویه ضایعه بللې ده.

په خواله  رسنیو کې د هند خبریالانو د هغه انځورونه پورته کړي او د دانش لپاره یې د غمشریکۍ ځانګړي مراسم ترسره کړي دي.

دانش صدیقي، هغه هندې خبریال و، چې د رویټرز رسنۍ خبري آژانس سره یې خبریالي کوله او افغانستان کې د جګړو پر کرښو به یې رپوټونه او مستندونه جوړول.

صديقي د جمعې په ورځ د کندهار ولایت په سپین بولدک کې ولسوالۍ کې د وسله‌ والو طالبانو اوافغان حکومت  ترمنځ د نښتې پرمهال ووژل شو.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې
افغانستان

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې

فبروري 8, 2026
پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist