Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پاکستان کې د افغان سفیر لور تښتونې او شکنجې د افغانانو سخت غبرګونونه پارولي

admin by admin
2021/07/18

په کابل کې نن سهار يو شمېر کسانو د څو ساعتونو لپاره  د پاکستان سفارت دروازې تړلې وې او له ياد هېواد سره يې د ډيپلماتيکو اړيکو د بندېدو غوښتنه وکړه.

قهرجنو لاريون کونکو د پاکستان د څارګرې ادارې نښان، د ياد هېواد د لومړي وزير او مذهبي مشر مولانافضل الرحمن عکسونو ته اور واچوه.

 دوی وايي، پاکستان سره د اړيکو پاللو کې ګټه نه شته او بايد سفارتي اړيکې ورسره پرې شي.

لاریون کوونکی: «افغانستان دې په اسلام اباد کې خپل ملکيت خرڅ کړي او په اسرائيلو کې دې سفارت خلاص کړي، پاکستان هېڅکله موږ ته صادق نه دی.»

لاريونکونکې ماريا توتاخېل وايي:«له کوم هېواد سره چې د سر او عزت خبره وي، افغانستان ته تګ راتګ له داسې هېواد سره د شرم خبره ده.»

لاریون کوونکي پر دې غوسه وو، چې د پاکستان څارګره اداره د افغان ډيپلماتانو په وژلو او تښتولو سره فشار راوړي ترڅو خپلې غوښتنې پرې ومني.

 د زېنب تره‌کې په نوم یوه بله لاریون کوونکې بیا داسې وايي:« دا ښکاره خبره ده، چې دا کار د آی اېس ای دی. غواړي افغانستان په دې کار وځوروي، غواړي افغان سفير ته په دې ډول اخطار ورکړي او زموږ خولې ګونګې کړي.»

په اسلام اباد کې د افغان سفير د لور بې حرمتي او شکنجه د ټولو نړیوالو اصولو خلاف عمل وګڼل شو او په دې کار د پاکستان اسختباراتي شبکه ای اېس ای پړه وګڼل شوه.

د ولسي جرګې غړې شينکۍ کړوخېل وايي: « سلسله عليخېل يې په بزدلانه او بې شرمانه توګه اختطاف کړه او وې غورځوله. زه فکر کوم د پاکستان حکومت بايد پوه شي، چې د آی اېس آی سياست پر وړاندې پاتې راغلی.»

د ولسي جرګې غړی يارباز حميدي وايي:« موږ به له دوی سره د تل لپاره پولې تړوو، سفارتونه به يې تړوو، نه غواړو، چې له داسې يوه ظالم سره اړيکه ولرو چې هره ورځ زموږ پر مرګ خوشاله کېږي.»

لاريونکونکي وايي، تر هغې چې پاکستان پر لوړه کچه د دې کار بښنه ونه غواړي، مجرمينو ته علني سزا ورنه کړي، دوی به ملتونو او نورو بهرنيو سفارتونو ته په شکايت ورشي.

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د جمعې پر ورځ  د افغان سفیر لور سلسله علي خېل د څو ساعتونو لپاره اختطاف شوې وه او له شکنجې وروسته خوشې شوه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې
افغانستان

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې

فبروري 8, 2026
پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist