د لوی اختر په مناسبت د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخندزاده له لوري رسنیو ته په استول شوي پیغام کې راغلي، دوی د نظامي پرمختګ سره سره د سیاسي حل لارې جدي طرفدار دي.
پیغام کې ویل شوي، د افغاني مذاکراتو لپاره یې ځواکمن ټیم ګمارلی او دوی د خبرو اترو له لارې د ستونزې حل ته ژمن دي.
د طالب مشر پیغام په ورته وخت کې ګواښوونکی هم دی، پیغام کې پر افغان سرتېرو غږ شوی، چې له دوی سره دې یو ځای شي، کنه زیانمن به شي.
پر افغان لورو غږ شوی، که یې دوی سره د سوچه اسلامي نظام ومانه نو د دوی مشروع غوښتنې به هم ومني او له وړتیاوو به یې کار واخلي.
د طالبانو د مشر له ادرسه رسنیو ته په استول شوي دغه اختریز پیغام کې امریکا او نورې نړۍ سره د ښو او ډيپلوماټیکو اړیکو د پاللو ژمنه شوې ده.
دغه راز پیغام کې ګاونډیانو او د سیمې هېوادونو ته هم ډاډ ورکړل شوی، چې د دوی له لورې به ورته ګواښ نه وي.
طالب مشر دا هم ویلي، چې ټولې ډيپلوماټیکې ادارې، خیریه بنسټونه او پانګوال دې د دوی له پرمختګ او حاکمیت وېره نه لري.