د قطر پلازمېنه دوحه نن پر دویمه ورځ هم د طالبانو او افغان حکومت د سولې مرکچي ډلو له یو بل سره خبرې اترې کړي دي، خو توافق داده چې د ناستو جزئیات به له رسنیو سره نه شریک کېږي.
داځل د مذاکراتو محور اساسي مسایل دي، په سیاسي مشارکت او اوربند باندې تم دي.
له تېرې ورځې را په دې خوا د مرکچي ډلو له خوا افغانانو ته د سولې په اړه د ښو زیرو هېله ورکړل شوې ده.
طالبان وایي، د خبرو پایله او مهم ټکی به د ناستې په پای کې په یوه ګډه اعلامیه کې خلکو ته ډاګیز کړي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ وايي: « نومشخصا اول د موضوعاتو په اړه نه شو ویلی،چې پر څه بحث شوی دی، نتیحه به څه وي څه ترلاسه کېږي؟ په اخرو ورځو کې کېدای شي په دې اړه چې اعلامیه خپریږي، څه ټکي به وي. خو پرون او نن په عام ډول په دې بحث کېږي چې د سولې پروسه څنګه چټکه شي او ستونزو اواري لپاره کار وشي.»
دا ځل د سولې خبرو ته هیلې له دې امله دي چې خبرې د لوړپوړ او باصلاحیته پلاوو ترمنځ پيل شوي دي او پر سیمه ییزه او نړیواله کچه دې خبرو ته د بریا تمې شته دی.
بل پلو د سیاسي چارو تحلیل کوونکي وایي، په دې ناستو کې به د طالب بندیانو او تور لیست سربېره افغانستان کې په راتلونکي سیاسي جوړښت هم پرېکړې وشي.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« د دې ناستې په پایله کې به د غونډې د پراخولو او غټولو تابیه ونیول شي. اوربند او راتلونکی سیاسي نظام، حکومت، د تور لیست او بندیانو خلاصولو ژورې پرېکړې به وشي. مهمه خبره د دې ناستې پراخول پکار دي، هغه سیاسون او مشران چې کابل کې پاتې دي، د سیاسي نظام تعریف بندیانو او تورلیست باندې به ژورې پرېکړې وکړي.»
تحلیل کوونکي وايي، افغانستان کې پر زیاتو ولسوالیو د طالبانو ولکې دغه ډله برلاسې کړې او حکومت به تر ډېره اړ کړي، چې درنو غوښتنو ته یې تن کېږدي.
د سیاسي چارو تحلیل کوونکی ویس ناصري وايي:« اقتصادي محاصره، سیاسي او نظامي پرمختګ هغه څه دي چې حکومت طالبانو ته ماتې منلې ده. طالبان د زیاتې جغرافیې په نیولو سره اوس برلاسي ښکاري او افغان دولت به د دوی هره غوښتنه مني. د سولې خبرو لپاره دا یو وروستی فرصت ده، که چېرې د طالبانو او حکومت ترمنځ د جګړې په پای توافق رانه شي، نو افغانان به د جګړې د دوام شاهدان وي.»
له دې سره دوی ټېنګار وکړ چې طالبان او افغان حکومت باید په مذاکراتو کې زیات وخت تېر نه کړي او د افغانستان مسلې ته چې جګړه ده، پای ورکړي.











