Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان حکومت راتلونکی لوی اختر د سرتېري په نوم ونوماوه

admin by admin
2021/07/18

د امنیتي او دفاعي سکتور ویاند اجمل عمر شینواري نن په  کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهالل وویل، د ولس، ديني علماوو او مدني ټولنو پر غوښتنه او د افغان ‌ځواکونو د مورال لوړولو او د هغوی  قربانیو درناوي لپاره یې راتلونکی لوی اختر د ولسمشر له لوري د سر تېري په نوم ونومول شو.

شینواري زیاته کړه:« د افغانستان د ولس، علماوو او مدني ټولنو پر غوښتنه، را روان لوی اختر د سرتېري اختر په نوم وړانديز شوی و، چې له نېکه مرغه د افغانستان حکومت د مشرتابه په ځانګړې توګه د ولسمشر او د وسله وال پوځ اعلی سر قومندان له لوري د ياد وړانديز تود هرکلی شوی.»

شينواری وايي، افغان دفاعي ځواکونه له دفاعي حالته راوتلي او د طالبانو پر وړاندې يې یرغلیز حالت غوره کړی، چې په پايله کې يې په ۲۴ ورځو کې نږدې زر تنه وسله وال وژلي دي.

شینواری وايي:«دفاعي او امنيتي ځواکونه په يو شمېر سيمو کې له دفاعي حالته یرغلیز حالت ته را وتلي دي، چې له امله يې الحمد الله لاسته راوړنې لرو.»

عمر وايي، امريکا ته د ولسمشر د سفر په ترڅ کې چې وسله وال پوځ سره د ژمنه شويو بلک هاک چورلکو له جملې درې يې پرون افغان پوځ ته وسپارل شوې.

هغه زیاته کړه:« د امريکا متحده ايالاتو ته د جلالت مأب ولسمشر او د وسله وال پوځ اعلی سر قومندان له سفر سره سم او د ياد هېواد د هوډ له مخې، پرون درې بلک هاک پوځي چورلکې هوايي ځواک ته وسپارل شوې.»

د امنیتي او دفاعي سکتور وياند خلکو ته ډاډ ورکړ چې د خلکو د ډاډمن امنیت لپاره یې د لوی اختر په  شپو ورځو کې پلان جوړ کړی او هېواد وال کولی شي، چې د اختر خوښۍ په ډاډمنه فضاء کې ولمانځي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې
افغانستان

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې

فبروري 8, 2026
پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist