Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغانستان، امریکا، ازبکستان او پاکستان د څلور اړخېز ډیپلوماټیک پلټ فارم پر جوړولو هوکړه وکړه

admin by admin
2021/07/18

په ازبکستان کې د سوېلي او منځۍ اسیا د پیوستون نړیوال کنفرانس کې افغانستان، امریکا، ازبکستان او پاکستان د ډیپلوماټیک پلټ فارم پر جوړولو هوکړه وکړه.

 د بهرنیو چارو وزارت واييي، د دې ناستې ډېری بحث، چې پر افغان سوله او اقتصادي همکارۍ وو، څلور واړو اړخونو په افغانستان کې تلپاتې سوله او ثبات د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا لپاره مهم وباله او تړون یې وکړ، چې د سولې او سیمې اړیکې به د متقابلې همکارۍ پر بنسټ پیاوړې کوي.

د یاد وزارت ویاند ګران هېواد وايي:« په دې ناسته کې افغانستان، امریکا ازبکستان او پاکستان هوکړه وکړه، چې له دې څلور اړخیز جوړښته به د سیمه ییز اتصال د مرکزي اسیا او سوېلي اسیا هېوادونو په تړاو په سلسله کې اعظمي ګټه  پورته شي.»

ګران هېواد  وايي، د  تاشکند ناستې د تماس کمېټې غړو د افغان سولې او ثبات څخه ملاټر وکړ او پر طالبانو یې وغږ وکړ،چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د سولې لاره غوره کړي.

ګران هېواد زیاته کړه:« د همکاریو د سازمان د کمېټې په ناسته کې دې کمېټې ډېر اغېزمنه مشترکه اعلامیه خپره کړه،چې د سولې او ثبات نه ملاټر کېږي او پر طالبانو یې غږ وکړ، چې د تاوتریخوالي کچه راټيټه کړي.»

اخوا د اقتصادي چارو شنونکی اصف ننګ  بیا دغه ډول ناستې پر افغان سولې سربېره، د سیمې او نړۍ هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو پراختیا لپاره مهمې او ګټورې بولي.

ننګ زیاتوي:«افغانستان په دې ورځو کې له ۲ تر ۳ میلیارده ډالرو پانګې ته اړتیا لري،چې ۷۰ سلنه یې نړۍ ورکوي، خو په سوله ییز بهیر کې، کله چې سوله تامین کېږي، کله چې موږ د سولې پر لور دغه حرکت پیل کړی، په دې کې باید د نړۍ او سېمې مشارکت په اقتصادي لحاظ او د نړۍ مشارکت د تمویل پر لحاظ دا باید تر ۱۰ میلیارد ډالرو پورې په کال کې ورسېږي، ترڅو موږ پر دغه حالت باندی برلاسي شو.»

د سیمه ‌ییز اتصال او پیوستون دوه ورځينۍ ناسته،چې د ازبکستان په کوربتوب تاشکند کې جوړه شوې وه، افغان ولسمشر غني او د نړۍ څلوېښتو هېوادونو او سازمانونو استازو په‌ کې ګډون کړی و.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې
افغانستان

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې

فبروري 8, 2026
پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist