Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کورونا وبا؛ افغانستان کې لاهم د ګواښ کچه لوړه ده

admin by admin
2021/07/17

د عامې روغتیا وزارت وايي، په پلازمینه کابل او ولایتونو کې لاهم د کورونا وبا د ګواښ کچه لوړه ده.

بل پلو په یو شمېر ولایتونو کې د کورونا وبا ناروغان لاهم د آکسیجن له کمښت سره مخ دي او وايي، روغتونونو ته د آکسیجن سیستم انتقال شوي، خو په خبره یې  د ځای پر ځای کېدو چارې یې نه دي پیل شوي.

 د پکتیا ولایت یو تن اوسېدونکی وايي:« د اکسیجن پلانټ لپاره هغه څه موارد چې اړین ول، ټول رارسېدلي دي. د دې جوړښت او فعالیت تنظیم کولو لپاره باید جدي ګام پورته شي. د اکسیجن  د کمښت ستونزه شته. د دې ستونزې د حل لپاره باید اکسیجن پلانټ ژر تر ژره فعال شي.»

عامې روغتیا وزارت هم په ولایتونو کې د آکسیجن د کمښت ستونزه تائیدوي او د حل ډاډ ورکوي.

 د یاد وزارت ویاند میروس علیزی وايي، په لسو ولایتونو کې یې د آکسیجن تولید سستم نصب کړي او هڅه کوي،دا لړۍ چټکه او ستونزې حل کړي.

د روغتیا وزارت مرستیال ویاند میروس علیزی وايي:« د اکسیجن کمښت ګواښ موجود دی. د عامې روغتیا وزارت په پوره توګه هڅې کړې، ترڅو دغه ګواښ لرې کړي.»

د نورو ورځو  پرتله د  جمعې ورځې په شمېرو کې د کورونا وبا له امله  د مړینې کچه ټیټه ښودل شوې.

روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴  ساعتونو کې د کورونا وبا له امله  ۴۹ کسان مړه شوي دي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:«  ډېری کسان ماسک نه کاروي. تاسو په دې بازار کې وګورئ. ښايي پنځه کسانو هم ماسک نه وي تړلی.»

د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې، په  تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۱۳۲ کسان پر کورونا وبا اخته شوي، چې له دې سره هېواد کې  پر کورونا وبا د اخته  کسانو  شمېر ۱۴۰ زره ۲۲۴ ته لوړ شو. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

برادر: افغانستان نه چاته ضرر رسول غواړي او نه یې له چا مني
افغانستان

برادر: افغانستان نه چاته ضرر رسول غواړي او نه یې له چا مني

فبروري 9, 2026
د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې
افغانستان

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې

فبروري 8, 2026
پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist