د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د افغانستان سولې په اړه یې پلان شوی کنفرانس ځنډولی دی.
ټاکل شوې وه،چې دا درې ورځنی کنفرانس نن شنبه په پلازمېنه اسلام اباد کې پیل شوی وای.
خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي،چې د دغه کنفرانس د بیا ترسره کېدو په اړه به جزئیات وروسته اعلان شي.
دغه کنفرانس ته له افغانستان هم د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په ګډون یو شمېر سیاستوال بلل شوي وو.
پاکستان په ښکاره نه دي ویلي، چې ولې یې دا کنفرانس ځنډولی دی، خو په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې خورا پیچلې شوي دي.