Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مایک پمپیو : افغانان بايد له هېواده د بهر کېدو پر ځای، له طالبانو سره جګړې ته راپورته شي

admin by admin
2021/07/17

د امريکا د بهرنيو چارو پخواني وزیر مایک پمپيو یوې مرکې کې ویلي، افغانان دې خپله راتلونکې خپله وټاکي، هغه څه چې، ددوی ژوند یې ننګولی پر وړاندې دیې مبارزه وکړي او زیاته کړې یې ده، چې افغانان دې بهر هېوادونو ته د تګ پر ځای توپک ته لاس کړي او طالبانو سره دې جګړه وکړي.

پمپيو زیاته کړه:« وړمه ورځ مې ټلوېزيون کې يو ځوان وليد،چې ۲۲ يا ۲۳ کلن به و، ويل يې، افغانستان کې پاتې کېدل ګواښوونکي دي او غوښتل يې بهر ولاړ شي. هغه بايد د دې پر ځای د طالبانو پرضد د جنګ لپاره  د ام ۱۶ ټوپک غوښته کړې وای.»

په ورته وخت کې پمپيو وايي،که افغانان د خپلې ازادۍ لپاره هېله نه لري، نو دوی اړتيا نه لري، چې افغانستان ته د جګړې لپاره سرتېري ولېږي.

هغه زیاتوي:« که چېرې افغانان د خپلې ازادۍ لپاره د جګړې هېله نه لري، موږ اړتيا نه لرو، چې د جګړې لپاره افغانستان ته سرتېري ولېږو.»

پمپيو ويلي، هېواد يې په تېرو شلو کلونو کې افغانستان کې ميلياردونه ډالر مصرف کړي او افغان ځواکونو ته يې ښه پوځي روزنه ورکړې او کولی شي، چې له خپلې خاورې دفاع وکړي.

هغه زیاته کړه:« اوس د دې وخت دی،چې دوی پر مخ ولاړ شي او ځانته امنيت راولي. زه باوري يم، چې دا کار کولی شي. دا د دوی نيت پورې اړه لري،چې ايا دوی هغه څه کول غواړي، چې غواړي يې او اړتيا ورته لري؟ دوی وايي، سوله ييز افغانستان غواړي او غواړم افغانان ښه پرېکړه وکړي.»

پمپيو دا خبرې داسې مهال کوي چې له نږدې يوه کال ځنډ وروسته دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې دریدلي مذاکرات نن بیا  پيل شول.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې
افغانستان

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې

فبروري 8, 2026
پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist