د ولسي جرګې غړو ګواښ کړی، که ژر تر ژره د بادغیس د خلکو استازي امیرشاه نایبزاده کور کلابندي ماته نه شي، دوی به مداخله وکړي.
وکیلان وايي، د ولسمشر لومړی مرستیال داسې اسناد او شواهد نه لري، چې سرتېري دې د نایبزاده په لارښونه وسله والو طالبانو تسلیم شوي وي.
دوی د نایبزاده د کور کلابندي خپلسري او قانون سره په ټکر کې بولي.
د میررحمان رحماني په مشرۍ یو شمېر وکیلانو پرېکړه وکړه، چې د نایبزاده کور دې له کلابندۍ خلاص او امرالله صالح دې، د خیانت اسناد ولسي جرګې ته وسپاري.