د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په دغه ډله کې امریکا، افغانستان، پاکستان او ازبکستان شامل دي.
سرچینه وایي، د دغه پلټفارم جوړښت په پرنسيپ کې تایید شوی دی او هڅه کېږي، چې ډېر ژر په سیمه کې د اتصال او سولې لپاره ګډ کار پیل کړي.
په اعلامیه کې راغلي، د څلورو واړو استازو هېوادونو په سیمه کې دایمي پرمختګ په افغانستان کې له دایمي سولې سره تړلی بللی او ټینګار کوي، چې باید تر هر څه وړاندې په افغانستان کې د سولې او دایمي ثبات لپاره کار وشي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې ددغه ډول جوړښتونو رامنځ ته کېدل به افغانان نور هم سولې ته نږدې کړي او په هېواد کې به د روانو جګړو له پای ته رسولو سره مرسته وکړي.