Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خلیل زاد: د امریکا او طالبانو هوکړې یوه ګټه د افغان جهتونه خبرو ته کېناستل دي

admin by admin
2021/07/17

د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد له څو ورځو را پردې د افغانستان په اړه پر سفر وتلی،چې ظاهرا یې د روان وضعیت د کابو کېدو او د سولې خبرو برخه کې د پرمختګ لپاره هڅې پیل کړې،چې دوحه کې د قطري چارواکو تر څنګ  یې له  دواړو ټیمونو سره جلا جلا کتلي.

  خلیل زاد ویلي،د امریکا او طالبانو د هوکړې یوه ګټه یې همدا ده،چې له ۴۰ کلونو وروسته  د لومړي ځل لپاره افغان جهتونه خبرو ته سره کیني.

خلیل زاد زیاته وي:« حقیقت دا دی،چې افغانستان کې له تېرو ۴۳ کلونو جګړه روانه ده،نو دا په دې مانا نه ده،چې زموږ له وتلو وروسته وضیعت داسې خرابېږي. طالبانو افغانستان کې زموږ د شتون سربېره هم په وروستیو څو کالونو کې لاسته راوړنې لرلې. که موږ له طالبانو سره هوکړه نه وای کړې،نو دوی به اوس خپلو کې خبرو ته نه و ناست او دا په تېرو ۴۳ کالونو کې لومړی ځل دی،چې د جګړې افغان جهتونه پر یو میز سره  خبرو ته کیني.»

زلمی خلیلزاد دا مهال ازبکستان ته رسېدلی، هلته یې له رسنیو سره په مرکه کې ویلي، په تېرو کلونو کې پر طالبانو د دوی نظامي فشار ګټه نه درلوده،نو له امله یې خبرې غوره لاره وبللې.

بل پلو  د سیاسي چارو شنونکی ویس ناصري بیا وايي، د خلیل زاد سفرونه د جګړې پای، اوربند او سیاسي هوکړې لپاره نه بلکې، له افغانستانه د امریکا په خوندي ډول وتلو لپاره دي.

ناصري زیاته کړه:« د خلیل زاد  سفرونه د جګړې پای، د وژنو پای، د اوربند اعلان او سیاسي هوکړې په موخه د افغانانو لپاره نه ول او هېڅ ګام هم په دې برخه کې نه شي اخېستلی. متاسفانه،د خلیل زاد ماموریت دا وه، چې امریکا له افغانستانه په خوندي ډول ووځي.»

د خلیلزاد دغه سفر داسې مهال دی، چې یوازې پنځه سلنه بهرني ځواکونه چې شمېر یې له زرو کم ښودل کېږي، افغانستان کې پاتې دي.

د دې تر څنګ طالبانو په دوو میاشتو کې یو شمېر ولسوالۍ نیولي او جګړه یې شدیده کړې، چې دې مسلې پر بین الافغاني خبرو منفي سیوری غوړولی دی.

زلمی خلیلزاد له روان حالته د وتلو یوازنۍ لار د افغان جهتونو تر منځ تفاهم لاره ګڼي، چې ظاهر خپل وروستی سفر هم د همدې موضوع لپاره مثبت یادوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

برادر: افغانستان نه چاته ضرر رسول غواړي او نه یې له چا مني
افغانستان

برادر: افغانستان نه چاته ضرر رسول غواړي او نه یې له چا مني

فبروري 9, 2026
د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې
افغانستان

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې

فبروري 8, 2026
پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist