Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان سوله؛  قطر کې یو ځل بیا د سولې بین الافغاني مذاکرات پيل شول

admin by admin
2021/07/17

د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغن جهتونو ترمنځ د سولې خبرو بهیر چې لس میاشتې پر ټپه درېدلی وو، له کابله د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پر مشرۍ د سیاسیونو د یو پلاوي پر ورتګ طالبانو سره د سولې مذاکرات یو ځل بیا رسما پیل شول.

 د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، د ټولو په مشوره یې دا پیغام راوړی، چې د افغانستان مسله پوځي حل نه لري او سیاسي حل چې خبرې اترې دي کولای شي، افغانان سولې ته ورسوي.

عبدالله زیاته کړه:« هېله لرم، دا دوه ورځې چې دلته پر ګډه سره بحث کوو، د مذاکراتو روان بهیر سره مرسته وکړي، تر څو ګړندي ګامونه واخېستل شي. راځئ! چې له حاشیې نه تېر او د مشکل په متن بحث وکړو، چې څنګه کولای شو کار ګړندی او چټګ کړو. دا وینه چې توېیږي، دا د افغانانو او مسلمانانو وینه ده، نه یې جبیره کولای شو او نه هم ځان له مسولیته خلاصولی شو.»

عبدالله د طالبانو له لوري د جګړې فشار ته په اشارې سره وویل، د زور او جګړې له لارې بریا ناشونې ده او په وینا یې د جګړې بایلونکي افغانان دي.

د عبدالله په وینا، پلاوی یې دا واک او صلاحیت لري،چې پر ټولو مسایلو خبرې وکړي.

په ورته وخت کې هغه وايي، له فرصت څخه بایډ ټول ګټه پورته کړي.

عبدالله زیاتوي:« د دواړو خواو تر منځ د سولې مذاکرات باید د هېوادوالو غوښتنو ته په پام سره، یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي. که د خلکو غوښتنو ته پام ونکړو، خدای مکړه دا جګړه نوره هم اوږدیدلای شي او هېواد به مو بېرته په یوه کنډواله بدل شي.»

له دې سره په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر وویل، د پردیو افکار نه په تېر کې زموږ په درد خوړلي او نه یې په راتلونکي خوړلی شي،خو ستونزې او کړاوونه یې زیږولي.

هغه پر یوه اسلامي حکومت ټینګار وکړ.

برادر زیاته کړه:« دا دي بین الافغاني مذاکرات له نږدې لسو میاشتې راهیسې دلته جریان لري. متاسفانه چې ځینې ستونزې شته، هغه ډول چې توقع کېدله،پرمختګونه نه شته، خو بیا هم نا هیلي او نا امیدي په کار نه ده. د افغانستان اسلامي امارت تر خپله وسه هڅه کړې، چې مذاکرات یوې مثبتې پایلې ته ورسي. »

بل پلو، ولسمشر  محمد اشرف غني د کابینې ناسته کې د سولې خبرو بیا پیل ته هیله‌ مندي ښودلې او ویلي یې دي،چې سوله د افغانانو پر مالکیت منځته راتلی شي.

قطر له کابل څخه د ورغلي پلاوي ته هیلې خورا زیاتې دي.

 د دواړو لورو ترمنځ ناسته ښه فضاء کې شوې، خو دا چې دا مذاکرات به دوام وکړي او که نه یوه اندېښنه ده.

 د افغانانو تمه دا ده چې دواړه خواوې به پر اوربند هم خبرې وکړي، خو په دې ناسته کې د اوربند هیڅ یادونه ونه شوه، خو تمه شته، چې طالبان او حکومت به د اختر په ورځو کې اوربند اعلان کړي.

دا خبرې په داسې حال کې پیل کېږي چې، طالبانو یو شمېر ولسوالۍ  نیولي او جګړې تربل هروخت زور اخیستی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

برادر: افغانستان نه چاته ضرر رسول غواړي او نه یې له چا مني
افغانستان

برادر: افغانستان نه چاته ضرر رسول غواړي او نه یې له چا مني

فبروري 9, 2026
د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې
افغانستان

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې

فبروري 8, 2026
پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist