د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، پرون یې د کونړۍ ولایت په اسمار ولسوالۍ کې د سیف الله په نوم د لشکرې طیبې دا غړی وژلی دی.
وزارت زیاتوي،سیف الله پاکستانی تبعه دی او کونړ کې یې ترهګریز بریدونه رهبري کول.
لشکر طیبه د پاکستاني وسله والو ډله ده،چې د سیمې له نورو هېوادونو سربیره افغانستان او په تېره ختیځونو ولایتونو کې دولت ضد فعالیتونه کوي.