Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مدني فعالان: نړیواله ټولنه او امریکا دې پر طالبانو فشار راوړي

admin by admin
2021/07/15

په کابل کې یو شمېر مدني فعالان او د ښځو حقونو مدافعین راټول شوي او وايي، د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالي اندېښمن کړي دي.

مدني فعالاني وايي، که طالبان غواړي، د جګړې او زور له لارې پر افغانانو حاکم شي او پر ښځو محدودیتونه وضع کړي، نو بریالي به نه شي.

دوی زیاتوي، که طالبان په دې فکر وي،چې له خپلو پخوانیو ذهنیتونو سره یو ځل بیا ښځې له خپلو حقونو بې برخې کړي او تیارې پېړۍ ته یې ور وګرځي، دا ناشونې ده.

د اصلاح غوښتونکې ګوند مرستیاله حسینه راتب وايي:« پر طالبانو غږ کوم، که تاسې غواړئ،په زور سیاست وکړئ،نو سیاست پر  زور نه کېږي. موږ هغه پخوانۍ ښځې نه یو، چې ستاسې د ظلم پ وړاندې  به غلي پاتې شو.»

سره له دې چې امریکا او متحدینو یې په افغانستان د شل کلن مهم پوځي ماموریت د ختمېدو پرېکړه کړې، خو دلته لا هم مخ امریکا او نړیوالې ټولنې ته اوړي.

مدني فعالانې او د ښځو حقونو مدافعین وايي، امریکا او نړیوال دې پر طالبانو فشار راوړي، چې روان تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي.

محمد زمان آرزومند مدني فعال وايي:« که تاسې غواړئ،چې پر افغانانو حاکم شئ، نو د افغانستان ښکلا په بېلابېلو قومونو کې ده، پرېږدئ چې هر فرد په هرې آیډیالوژۍ او باور چې لري یې ژوند وکړي.»

پر طالبانو د غونډې ویناوالو بل غږ دا و،چې جګړه د حل لار نه ده، دوحه کې د سولې درېدلې خبرې پیل کړئ او پر ملت رحم وکړئ.

مدني فعاله فرحناز فرحت وايي:«له طالبانو مو غوښتنه دا ده،چې د مذاکراتو میز ته را وګرځي او د خبرو له لارې مخته ولاړ شي.»

مدني فعال شیر محمد استوار وايي: « موږ د جنګ له ټولو اړخونو او دولت پلوي او د دولت مخالفو سیاسونو غواړو،چې په دې ملت دې نور رحم وکړي او جګړې ته دې د پای ټکی کېږدي.»

له هیواده د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په شااوخوا نهه ویشت ولایتونو کې جګړه روانه ده،چې تر ټولو زیات قربانیان یې ښځې او ماشومان دي.

ملګرو ملتونو هم د افغانستان وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې ده او زیاته کړې یې ده،چې د تاوتریخوالي دوام به دغه هېواد کې د انساني ناورین لامل شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د بشري حقونو څار سازمان افغانستان کې د لوږې زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکړی
افغانستان

د بشري حقونو څار سازمان افغانستان کې د لوږې زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکړی

فبروري 9, 2026
یوناما: پاکستان تېر کال څه باندې ۶۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې
افغانستان

یوناما: پاکستان تېر کال څه باندې ۶۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې

فبروري 9, 2026
خلیلزاد: پاکستان غواړي له پخوانیو افغان چارواکو تبلیغاتي ګټه واخلي
افغانستان

خلیلزاد: د داعش ډېری غړي پاکستان ته تښتېدلي او له هغه ځایه د افغانستان په ضد کارول کېږي

فبروري 9, 2026
برادر: افغانستان نه چاته ضرر رسول غواړي او نه یې له چا مني
افغانستان

برادر: افغانستان نه چاته ضرر رسول غواړي او نه یې له چا مني

فبروري 9, 2026
د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې
افغانستان

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې

فبروري 8, 2026
پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist