په خواله رسنیو کې داسې ويډيوګانې لاس په لاس کېږي،چې ډله ډله طالبان د پاکستاني حکومت تر واک لاندې سيمو کې په ښکاره ګرځي او د افغان حکومت ضد جلب و جذب کوي.
د پي ټي ایم مخکښ غړی محسن داوړ وايي، د کوېټې په ګډون یو شمېر ښارونو کې د طالبانو په ازاده توګه ګرځېدل د دولت له رضایته پرته ناشونې چاره ده.
داوړ زیاته کړه:« طالبان د پاکستان د بېلابېلو ښارونو په ګډون کوېټې کې په ازاده توګه ګرځي، دا ډول تکبر د دولت له رضايته پرته امکان نلري. د افغانانو او زموږ د زرګونه قاتل په ښکاره ملاتړ کېږي.»
نړيوالو هم پر پاکستان د تروريزم د ملاتړ تورونه پوري کړي،خو پاکستان تل له دې کار منکر شوی دی.
پاکستان حکومت د هغې وېډيو په اړه څېړنه کوي،چې پېښور کې د جنازې مراسمو کې د طالبانو بیرغ رپول کېږي، خ و د هغو ويډيوګانو په اړه يې لا تازه څه نه دي ويلي، چې په کې طالبان د ډیورنډ فرضي کرښې وراخوا په ښکاره ډول ګرځي.
پښتونپال سياستوال افراسياب خټک وايي:« اوښ په بډه نه وهل کېږي، خو دا پاليسي ښکاره ځان وژنه ده، دا هېواد (پاکستان) هغه څه خولې ته اچوي،چې چيچلی يې نشي.»
د کرښې اخوا پښتانه سياستوال وايي، پاکستان په خپل ټول قوت سره د افغان حکومت د مخالفينو ملاتړ کوي او په دې برخه کې پاکستانۍ رسنۍ مهم رول لوبوي.
طالبانو او افغان حکومت د وروستيو ويډوګانو په اړه څه نه دي ويلي.
افغان حکومت وړاندې په ځلونو ځلونو ويلي،چې طالبان د پاکستان قوي ملاتړ لري، د کرښې اخوا په ښکاره ډول فعاليت کوي او روزنځایونه ورکړل شوي، اما طالبانو او پاکستان دا ادعاوې تل رد کړي دي.











