پاکستاني رسنيو ته د دغه هېواد د مخکيني ولسمشر ممنون حسين کورنۍ تائيد کړې، چې نوموړی نن سهار د کراچۍ په يوه روغتون کې ساه ورکړې.
د ممنون حسين زوی رسنيو ته ويلي، پلار يې د سرطان ناروغۍ له امله مړ شوی دی.
ممنون حسين د پاکستان د دولسم ولسمشر په توګه له ۲۰۱۳ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې د پاکستان مشري کړې.