Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د دایکندي لپاره نوی ټاکل شوی والي مراد علي مراد له نیمايي لارې بېرته کابل ته ګرځول شوی

admin by admin
2021/07/15

په دایکندي کې تشریفاتي سرتېري د د دې ولایت د نوي والي مراد علي مراد د هرکلي لپاره په  تمه ول، خو د نوي والي الوتکه په هوا کې بېرته کابل ته  راغوښتل شوې او ان دایکندي کې ورته د کیناستو وخت هم نه دی ورکړل شوی.

 د مراد علي مراد د معرفي کېدو لپاره له هغه سره یو شمېر وکیلانو هم ملتیا کوله،چې په یوه الوتکه کې ورسره د دایکندي پر لوري روان وو.

د ولسي جرګې غړی علي اکبر جمشیدي وايي:« په لاره کې وو، چې  زنګ راغی او ورته یې وویل، اړیکه د سیمه ییزو ارګانونو څخه نیول شوې او مراد علي مراد معرفي نه کړئ، چې یو بل ځای ته یې معرفي کوي.»

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، د مراد علي مراد د پېژندنې مراسم ځنډول شوي او د بامیانو والي رسما خپله دنده پیل کړه.

بل پلو یو  ځینو سرچینو شمشاد ته ویلي، د مراد علي مراد له ټاکل کېدو سره د ولسمشر سلاکار محمد محقق مخالفت کړی او دا پرېکړه یې دوه اړخیزه نه ده بللې.

 د مشرانو جرګې غړي  نیوکه کوي،چې حکومت دې له خپلو پرېکړو نه پر شاه کېږي او فشارونو ته دې نه تسلیم کېږي.

د مشرانو جرګې د دفاعي کمېسیون مشر هاشم الکوزی وايي:« پر حکومت د طالبانو کړۍ راتنګه شوې او د خپلو ګتو لپاره هغه کسان ټاکي،چې خپل ځان پرې وساتي او خپلې شخصي ګټې خوندي کړي.»

اخوا د سیاسي چارو یوشمېر شنونکی سید قیاص سعدي بیا وايي، د مراد علي مراد د ټاکل کېدو مخالفتونه د دې لپاره دي،چې د حکومت ضد وسله والو ملاټر یې کړی او حکومت یې ننګولی دی.

سعیدي زیاته کړه:« پر ارګ حاکمه کړۍ تل هغه څوک ټاکي،چې د نظام، حکومت او جغرافیه ضد وي او مراد علي مراد په وروستیو کې د حکومت پر ضد راپورته شو او د هغه شخص ملاټر یې وکړ، چې د افغان ځواکونو چورلکه یې وېشتلې ده.»

دا لومړی ځل نه دی،چې حکومت تر خپلې پرېکړې پر شاه کېږي، له مراد علي مراد وړاندې محمد داود چې د سیمه‌ ییزو ارګانونو له خوا د فاریاب والي ټاکل شوی وو، د جنبش ګوند د پلویانو له سخت مخالفت سره مخ شو او اجازه ورنه کړل شوه،چې کار ته دوام ورکړي او بالاخره د غزني والي وټاکل شو.

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست او پکتیا کې سلګونه جبري راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل شو
افغانستان

خوست او پکتیا کې سلګونه جبري راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل شو

فبروري 9, 2026
ملګرو ملتونو او جاپان هلمند کې د دوو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو او جاپان هلمند کې د دوو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړې

فبروري 9, 2026
هرات کې د ایران کونسلګرۍ د ښځو لاسي صنایعو او هنري اثارو نندارتون پرانست
فرهنگ او هنر

هرات کې د ایران کونسلګرۍ د ښځو لاسي صنایعو او هنري اثارو نندارتون پرانست

فبروري 9, 2026
د بشري حقونو څار سازمان افغانستان کې د لوږې زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکړی
افغانستان

د بشري حقونو څار سازمان افغانستان کې د لوږې زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکړی

فبروري 9, 2026
یوناما: پاکستان تېر کال څه باندې ۶۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې
افغانستان

یوناما: پاکستان تېر کال څه باندې ۶۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې

فبروري 9, 2026
خلیلزاد: پاکستان غواړي له پخوانیو افغان چارواکو تبلیغاتي ګټه واخلي
افغانستان

خلیلزاد: د داعش ډېری غړي پاکستان ته تښتېدلي او له هغه ځایه د افغانستان په ضد کارول کېږي

فبروري 9, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist