د اندونېزيا روغتيا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې د کورونا وبا ډیلټا بڼې ۵۴ زره ۵۱۷ مثبتې پېښې ثبت کړي دي.
یاد وزارت وايي، په همدې موده کې بیا د کورونا وبا له امله ۹۹۱ کسان مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، په اندونيزيا کې د اوس مهال د آسيا پر کچه تر ټولو زياتې ورځنۍ پېښې ثبت کېږي او له دې وړاندې دا ځای هند خپل کړی و.
روغتيا وزارت وايي، هڅه کوي، چې تر راتلونکي کال پورې د خپلو ۲۷۰ ميليونه وګړو څخه ۱۸۱ ميليونه يې واکسين کړي او تر دې مهاله يې يوازې ۱۵ اعشاريه ۶ ميليونه کسان واکسين کړي دي.
د وزارت مالوماتو له مخې، په پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۲.۶ میلیونه لوړ شوی او څه باندې ۶۹ زره کسان ترې مړه شوي دي.