Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان سوله؛ د سیاسيونو یو پلاوی قطر ته ځي

admin by admin
2021/07/15

د افغانستان اسلامي جمهوریت له ادرسه  به دوه ورځې وروسته د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر مشرۍ  د سیاسیونو یو با صلاحیته یوولس کسیزه پلاوی قطر ته  ولاړ شي.

حامد کرزي تته  نېږدې کس شهزاده مسعود وايي:« طبعا چې د جمهوریت تر نامه لاندې ځي،صلاحیت لرونکی ټیم به وي او امید  کوم،چې همداسې وي.امیدواري دا ځل پیدا شوې،چې معنی داره خبرې به وي.»

یوې سرچینې شمشاد ته ویلي، د دوحې د پلاوي تر څنګ به د طالبانو یو شمېر مهم کسان هم دوحې ته لاړ شي.

بل پلو د طالبانو سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ وايي، د سولې لپاره د هرې هڅې او ناستې هرکلی کوي او چمتو دي،چې د خبرو د پرمختګ او سوله ییز‌ حل لپاره له سیاسیونوخبرې وکړي.

وردګ زیاته کړه:« مذاکراتو او خبرو اترو لپاره له ابتدا څخه  زموږ موقف دا دی،چې موږ اماده یو. که څوک راځي،موږ اماده یو. موږ دا غواړو،چې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل شي.»

افغان جهتونو څو ځلې نړیوالو ته ډاډ ورکړی دی،چې دوی کولائ شي،خپل موضوعات پرر خپله حل کړي،خو د تمې خلاف دواړه لوري په عادي مسایلو باندې تر اوسه پورې توافق ته نه دي رسیدلي.

د افغانستان ملي پیوستون نهضت ګوند مشر وايي، باور دا دی،چې لاهم د دواړو تر منځ واټن زیات دی او  په خبره یې د نویو خبرو سلسله باندې باوري نه دی.

 هغه وايي:« زه فکر کوم،که صلاحیت دوی ته ورکړل شوی وي، چې په صلاحیت باندې خبرې وکړي، احتمال د دې شته،چې د دوی خبرې یو څه نتیجه ورکړي.ولې اوس ډېره ناوخته شوې ده، دغه هیت چې اوس ځيؤ د ټولو احزابو نماینده ګي وکړي.»

پخواني ولسمشرر حامد کرزي وړمه  ورځ ډاډ ورکړی دی،چې دا ځل به په دوحه کې جدي خبرې پيل شي او تر بل هر وخت خوشبینه ښکارېده،چې روانه جګړه ختمېدونکې ده او نږدې ده چې افغانان سولې ته ورسېږي.

 د سیاسیونو او طالبانو تر منځ داسې مهال د خبرو د پيل خبر ورکول کیږي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون پراساس د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر ۹۵ سلنه بشپړ شوی او ټاکل شوې، لږ تر لږه یوه میاشت وروسته دغه بهیر بشپړ شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست او پکتیا کې سلګونه جبري راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل شو
افغانستان

خوست او پکتیا کې سلګونه جبري راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل شو

فبروري 9, 2026
ملګرو ملتونو او جاپان هلمند کې د دوو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو او جاپان هلمند کې د دوو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړې

فبروري 9, 2026
هرات کې د ایران کونسلګرۍ د ښځو لاسي صنایعو او هنري اثارو نندارتون پرانست
فرهنگ او هنر

هرات کې د ایران کونسلګرۍ د ښځو لاسي صنایعو او هنري اثارو نندارتون پرانست

فبروري 9, 2026
د بشري حقونو څار سازمان افغانستان کې د لوږې زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکړی
افغانستان

د بشري حقونو څار سازمان افغانستان کې د لوږې زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکړی

فبروري 9, 2026
یوناما: پاکستان تېر کال څه باندې ۶۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې
افغانستان

یوناما: پاکستان تېر کال څه باندې ۶۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې

فبروري 9, 2026
خلیلزاد: پاکستان غواړي له پخوانیو افغان چارواکو تبلیغاتي ګټه واخلي
افغانستان

خلیلزاد: د داعش ډېری غړي پاکستان ته تښتېدلي او له هغه ځایه د افغانستان په ضد کارول کېږي

فبروري 9, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist