د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان پرون په همدې تړاو د افغانستان او روسیې د ولسمشرانو تر څنګ د سیمې د یو شمیر هېوادونو او متحدینو سره اړیکې نیولې او له هغې وروسته یې امر کړی،چې له افغانستان سره پر ګډې پولې دې ۲۰ زره پوځ ځای پر ځای شي.
بل پلو روسیې د تاجکستان ولسمشر ته ډاډ ورکړی،چې د اړتیا په صورت کې ورسره د پولو امنیت په ساتلو کې همکارۍ ته چمتو دي.
د مرکزي آسیا د نورو هیوادونو په څېر روسیه هم په تاجکستان کې پوځي اډه لري.