د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، امریکا په لوی لاس افغانستان کې جګړې پراخه کوي او غواړې له دې لارې منځنۍ اسیا ته ګواښونه پېښ کړي.
د یادې جرګې غړي عباس ابراهیم زاده وویل، امریکایان له افغانستان نه دي وتلي،بلکې د وسله والو ډلو ملاتړ کوي او د هغوی تر څنګ ولاړ دي.
ابراهیم زاده زیاته کړه، امریکا په دې لټه کې ده،چې جګړې پراخې شي او منځنۍ اسیا ته له دې ځایه ترهګرۍ ډلې لار پیدا کړي.
هغه پر طالبانو غږ وکړ،چې د سولې پروسې سره دې یو ځای شي، ترڅو د امریکایانو پلانونو ښکار نه شي.
د جرګې یو شمیر نورو غړو بیا وویل، امریکا یوازې د خپلو ګټو لټه په کې ده او افغان حکومت او ولسونه ورته ارزښت نه لري.
دوی له طالبانو وغوښتل،چې جګړه ودروي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي، ترڅو په دې توګه دلته روانې نړیوالې توطئې ختمې شي.