په هېواد کې د جګړو له شدت سره وسله وال طالبان ادعا کوي، چې په ۲۶ ولایتونو کې یې له حکومتي ځواکونو ۱۴۳ ولسوالۍ نیولي،خو ملي دفاع وزارت بیا دا ادعا ردوي.
د یاد وزارت ویاند روح الله احمدزی وایي، طالبانو ولسوالۍ نه دې سقوط کړي، بلکې افغان ځواکونو سرتېرو او ملکيانو ته د تلفاتو اوښتو مخنیوي په موخه یې تکتیکي شاتګ کړی دی.
په ورته وخت کې احمدزی وایي، ډېر ژر به له لاسه وتلې سیمې بېرته ونیسي.
احمدزي زیاته کړه:« د افغانستان نظام هلته بېرته د خپل شتون لپاره منظم پلان لري. تاسې به په نږدې راتلونکې کې د دې شاهدان واوسئ، چې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو، لکه څنګه چې په څو محدودو ورځو کې یې وکولای شو، د بېلابېلو ولایتونو په ۱۳ ولسوالیو کې بیا ځلې خپل قوي شتون ولري.»
که څه هم ملي دفاع وزارت د لاسه وتلو سیمو د بیرته نیولو لپاره د نوي پلان جوړولو خبره کوي، خو د ولسي جرګې غړي د امنیتي ارګانونو پر مسولینو نیوکه کوي،چې د رهبرۍ ضعف یې د وسلهوالو طالبانو د پرمختګ لامل شوی دی.
د ولسي جرګې غړی رسول خان وايي:« زه وایم، د حکومت کمزوري، او د همغږۍ نه شتون له امله ځواکونه اړ دي، چې ولسوالۍ پرېږدي. د جګړې په ډګر کې ډېری مهمې وسلې، که وړې وسلې دي او که غټې د طالبانو لاسته ولوېدې.»
د سیاسي چارو شنونکی شعور نیازی وايي:« که چېرې حالت همدا شان روان وي، نو لرې به نوي، چې موږ به د لویو ښارونو د سقوط شاهدان هم واوسو.
زما پر اند، که تکتیکي شاتګ وي، یا بل هرڅه وي، دا دې ودروي. له طالبانو مې هم هېله دا ده، چې جګړې دې ودروي او د سولې خبرو ته دې کېني.»
د جګړو له شدت سره چې پرمهال یې ګڼې سیمې د طالبانو لاسته ولوېدې د کابل په ګډون ګڼو ولایتونو کې د افغان ځواکونو پرملاتړ او د وسلهوالو طالبانو پرضد خلکو وسلې پورته کړې.
کابل کې د افغان ځواکونو پر ملاتړ غونډه کې مدني فعالانو نیوکې وکړې،چې یو شمېر خلک د رسنیو له لارې منفي تبلیغات کوي.
مدني فعال وايي:« موږ ښايي یو شمېر کورني دښمنان ولرو، چې د دښمن پر ګټه تبلیغات تنظیم کوي.»
د کابل په یوه بله څنډه کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې، ته لسګونه هلمندیان په شکایت راغلي او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه پر پاکستان د فشارونو زیاتولو غوښتنه کوي،چې روانه جګړه کمه کړي.
دوی زیاتوي،هغه سیمې چې وسله والو طالبانو نیولي، عامه خدمتونه په کي پر ټپه ولاړ دي.
د هلمند اوسېدونکی وايي:« زموږ یوازینۍ غوښتنه له ملګرو ملتونو دا وه، چې پر طالبانو باید فشار راوړي، تاوترېخوالي ته د پای ټکی کېږدي او دوی باید د سولې پروسه کې مهم رول ولري. »
په نږدې ټول هېواد کې جګړې داسې مهال زور اخطستی،چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر بشپړ شوی، قطر کې د سولې خبرې پر ټپه ولاړې دي او لسګونه زره کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه شوي،چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.