د لېتوانیا حکومت له دغه هېواد څخه د بېلاروس سفیر او ټولو ډيپلوماټان وروسته له هغې بهر کړل، چې له مېنسک څخه د دغه هېواد سفير خارج شو.
بېلاروس، چې له دې وړاندې د لېتوانيا سفير او ډيپلوماټان اخراج کړي وو، تازه ويلي، چې يوازې يو کار کوونکی کولی شي، پاتې شي او ټولې چارې پر مخ يوسي.
د بېلاروس او لېتوانيا ترمنځ جنجالونو پر مهال د لېتوانيا اير بالتيک شرکت ويلي، چې د مېنسک په هوايي حريم نورې الوتنې نه کوي.
ياد هوايي شرکت دا پرېکړه وروسته له هغې کړې، چې تېره ورځ د بېلاروس حکومت يوه مسافر وړونکې الوتکه په زور مېنسک هوايي ډګر ناستې ته مجبوره کړه.
تېره ورځ د امریکا، اروپایي ټولنې او ناټو مشرانو د بېلاروس دا کار په کلکه غندلی دی او د څېړنې غوښتنه يې کړې ده.











