د سیمې اوسېدونکي وايي، د شیخ ابو نصر فراهي ګمرک په بندر ولي سیمه کې د یوه ټانکر د خالي کېدو پرمهال اور لګېدنه رامنځته شوې.
دوی وايي، اور اوس هم جریان لري، او لامل یې لا نه دی څرګند شوی.
د فراه د ولایتي شورا غړی، شاه محمود نعیمي وایي، اور د تیلو یوه زېرمه کې د ټانکر د خالي کولو پرمهال رامنځته شوی.
هغه زیاتوي چې تراوسه د اوښتي زیان کچه نه ده مالومه او په وینا یې اور اوس هم جریان لري.
د هغه په وینا، د اور وژنې عمله لاهم سیمې ته نه ده ور رسېدلي.
د هرات سیمه ییزو چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.











