د چین روغتیا ملي کمېسیون مسوولین وایې، د واکسین لګولو له پيله تر اوسه پورې یې څه باندې ۵۰۰ میلیونه دوزه د کورونا وبا ضد واکسین کارولي دي.
د مسوولینو په خبره، د واکسین لګولو بهیر د چټکتیا په موخه یې هېواد کې له ۵۰ زره زیاد د واکسین لګولو مرکزونه پرانېستي دي.
چین پلان لري،چې د راتلوونکي ۲۰۲۲ زېږدیز کال تر نیمايي پورې د خپل نفوس له ۷۰ تر ۸۰ سلنې پورې د وبا پر وړاندې واکسین کړي.
چین د تېر ۲۰۲۰ زېږدیز کال ډسمبر میاشت په دېرشمه د ساینوفارم واکسین د بېړنۍ کارونې له پاره تائید او وروسته یې د لومړیتوب ډلو ته د واکسین لګولو کمپیان پيل کړ.
چین په کور دننه تولید څلور واکسینونه د بېړنۍ کارونې لپاره تائید کړي او ژر به یو بل هم تائید کړي.











