سیمه ییزې سرچینې وایي چې د فاریاب المار ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط شوې، خو ملي دفاع وزارت دغه ادعا ردوي.
د فاریاب د ولایتي شورا رییس طاهر رحماني او د دغې شورا یو شمېر غړي وایي، نن غرمه د فاریاب المار ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې ده او د دغې ولسوالۍ لسګونه امنیتي سرتېري د قومي مشرانو په منځګړتوب له ولسوالۍ وېستل شوي او د یادې ولسوالۍ ودانۍ طالبانو نیولې ده.
سرچینې وایي چې یاد سرتېري له تېرو درې اونیو راپدېخوا کلابند وو.
د فاریاب والي نقیب الله فایق د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د المار ولسوالۍ ودانۍ څخه دولتي ځواګونه وتلي او سیمه یې پرېښې ده.
د فایق په وینا، د تېرو څو ورځو جګړو له امله د دغې ولسوالۍ ودانۍ تخریب شوې وه او امنیتي ځواکونو په همدې خاطر شاتګ کړی دی.
فایق زیاتوي چې لا هم المار کې د دولتي ځواکونو یو شمېر پوستې فعاله دي او ولسوالۍ یې بلې سیمې ته انتقال کړې ده.
له بلې خوا، د ملي دفاع وزارت د المار ولسوالۍ سقوط ردوي او وایي چې یاده ولسوالۍ لا هم د دولتي ځواکونو کنټرول کې ده.
د دفاع وزارت په خبره، د کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې کلابند شوي سرتېري ژغورل شوي او خوندي ځای ته لېږدول شوي دي.
ملي دفاع وزارت په دغو جګړو کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا هم کوي.
طالبانو بیا په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.











