سرحدي ځواکونو د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې پر ډيورند کرښه د پاکستاني ملېشو جوړ شوي تاسیسات وېجاړ کړي دي.
تر دې وړاندې پاکستاني ملېشو په سپین بولدک ولسوالۍ کې پر ډېورنډ فرضي کرښې د اغزن سیم د غزولو په موخه نوي تاسیسات جوړ کړي وو او پر دغه کرښه یې د خپلو ملېشو شمېر زیات کړی، چې یاد تاسیسات یې سرحدي ځواکونو وېجاړ کړي دي.
پاکستاني ځواکونه د تېرو دوو اوونیو راهیسې د لقمان او اشېزو کلیو ته نژدې ټانګونه او وسلې ځای پر ځای کړي او په سیمه کې لاهم د اغزن تار غځولو کوښښ کوي.
سرچینې وايي، افغان سرحدي ځواکونه له نن سهار راهیسې د تیارسۍ په حال کې دي او پاکستاني ځواکونه د تخریب شویو تاسیساتو بیا جوړولو ته نه پرېږدي.
د راپورونو له مخې، د کندهار لوړپوړو امنیتي مسولینو هم سرحدي ځواکونو ته امر کړی، چي د کار د بیا پیل پر مهال د جګړې حق لري.











