ولسمشر غني د ملي شورا د ۱۷ مې تقنیني دورې دریم کال پرانیست غونډه کې یو ځل بیا واک ته د رسېدو لپاره پر ټاکنو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ټاکنې د ولس مسلم حق دی او د ولس په دې حق به هېڅ راز معامله ونه شي.
ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل چې د سولې په اړه به هېڅ پرېکړه ولس سره له سلا مشورو پرته ونه کړي، او سولې ته رسېدل د دوی مقدس هدف دی او په وینا یې د دغه هدف ترلاسه کولو ته تر بل هروخت ډېر نږدې شوي دي.
ولسمشر طالبانو ته په خطاب کې وویل چې ولس له جګړې ستړی شوی، سوله غواړي، راشئ د ملت روا غوښتنو ته مثبت ځواب ووایئ.
نوموړي په خپلو خبرو کې پر پاکستان هم غږ وکړ چې د تېرو لسیزو سیاست ته تغیر ورکړي او افغانستان د یو خپلواک او سر لوړي هېواد په توګه ومني.
ولسمشر اشرف غني همداراز زیاته کړه “شپږ کاله وړاندې چا فکر نه کاوه چې افغانستان دې هم نږدې راتلونکي کې ځانګړي ځواکونه ولري، خو نن موږ ۴۰ زره کمانډو او ځانګړي ځواکونه لرو چې ۹۵ سلنه نظامي عملیات په خپله ترسره کوي“.











