نامالومه وسله والو کسانو نن مازیګر جلال اباد ښار کې د انعکاس ټلویزیون د دوبلې څانګې درې ښځينه کارکوونکې ووژلې.
سرچينې وایي، دوه تنه ښځينه کارکوونکې د ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د بنګړيوالانو کوڅې ته څېرمه او یوه بله کارکوونکې د ښار د څلورمې ناحیې اړوند قصبې سیمه کې وژل شوې ده.
عيني شاهدان وايي چې برید کوونکي تښتېدلي دي.
ولسمشر غني د انعکاس ټلويزيون پر ښځينه کارکوونکو برید غندلی او وايي: «زموږ پر بې ګناه هیوادوالو په ځانګړي ډول ښځو تروریستي بریدونه د اسلام مبین دین د ارشاداتو، افغاني فرهنګ او سولې روحیې خلاف دي او موجوده بحران او جګړه لا اوږدوي.»











