د افغان سولې په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمي خلیلزاد نن دوشنبه کابل ته راغلی او د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر، عبدالله عبدالله سره یې کتلي دي.
په دغه لیدنه کې چې د ملي روغې جوړې عالي شورا مرستیالانو او د دې شورا د رهبرۍ یو شمېر غړو هم حضور درلود دواړه لوریو د سولې پر روان بهیر خبرې اترې کړي دي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي چې لیدنه کې همداراز د امریکا د نوي حکومت له لورې د هوکړې پر بیاکتنې، د سولې خبرو اترو پر چټکېدو، د تاوتریخوالي پر کمېدو، د سولې خبرو اترو کې د پرمختګ پر لارو چارو او د یوې تلپاتې سولې په ټنګښت هم ګټور بحثونه وشول.











