نن له غرمې مخکې د کابل ښار دریمې امنیتي حوزې اړوند علي آباد رغتون ته څېرمه پر یو کرولا موټر چاودنې دوه کسان وژلي دي.
پولیس وايي چې د کابل ښار علي آباد روغتون ته څېرمه نني برید کې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي دوه استادانو، مولوي مبشر مسلمیار او مولوي معروف راسخ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کابل پولیسو وایي چې د پیښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.
په دې وروستیو کې هدفي وژنو او ماین چاودنو زور اخیستی او د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح یې پړه پر طالبانو اچوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ناټو سرمنشي هم له طالبانو غوښتي چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د سولې لپاره ریښتونې مذاکرات وکړي.











