د کابل پولیس وايي چې ناپېژانده وسله والو نن سهار د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند کمپنۍ سیمه کې د میدان وردګو ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست څلور کارکوونکي، هر یو محمد حبیب، فریدالله، ریاض احمد او بریالی په ډزو وژلي دي.
پولیس وايي د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.
بلخوا بیا یوه چاودنه د کابل ښار شپاړسمې امنیتي حوزې اړوند د ملي بس څلور لارې کې هم شوې او دوه تنه یې ټپیان کړي.
امنیتي مسوولینو تراوسه په یادو چاودنو کې د اوښتې مرګ ژوبلې پخلی نه دی کړی.
په دې وروستیو کې هدفي وژنې او نښلیدونکو ماین چاودنې زیاتې شوې، او مسولیت هېڅ کومه ډله پر غاړه نه اخلي.











