د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له قوله په یوه اعلامیه کې لیکل شوي، د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی له بشپړ صلاحیت او ملاتړ سره په دوحه کې د خبرو لپاره حاضر دی، خو طالبان غیر معقول دلیلونه راوړي او له مذاکراتو شا ته کېږي.
هغه زیاته کړې طالبان د دې پر ځای چې له افغان حکومت سره مخامخ مذاکراتو ته حاضر شي په فرعي چارو او سفرونو بوخت دي.
عبدالله په طالبانو غږ کړی چې د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت دې نه ضایع کوي.
د ډاکټر عبدالله عبدالله په خبره د افغانستان د روانې جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ لار د سولې خبرې دي او طالبان باید په دې پوه شي چې د جګړو او زور له لارې هېڅ وخت واک ته نه شي رسېدلی.
نوموړي پر طالبانو غږ کړی چې خبرو ته حاضر شي، له جګړو لاس واخلي او د خبرو له لارې دایمي ثبات ته لار هواره کړي.











