د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګان ویاند جان کربي د جمعې په ورځ خبریالانو ته ویلي، امریکا به د روان کال په منځ کې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور په تړاو خپله بررسي بشپړه کړي او له هغې وروسته به تصمیم ونیسي.
طالبان بیا تر راتلونکو شاوخوا درې میاشتو پورې له افغانستان د ټولو بهرنیو ځواکونو د ایستلو خبره کوي او په وینا یې که هر لوري د دوحې له هوکړې سرغړونه وکړه، د بدو پایلو مسؤلیت به یې پر غاړه وي.
همداراز د امریکا د ګډو ځواکونو پخواني قومندان جنرال جوزف ډنفورډ څه موده وړاندې ویلي وو چې له افغانستانه د ټولو امریکايي سرتیرو وتل به ترهګرو ته د بیا ځای پرځای کېدو زمینه برابره کړي.











