د امریکا په کانګرس کې د افغانستان د مطالعاتو ډلې د جوبایډن له ادارې غوښتي چې له افغانستانه د امریکایي سرتیرو ایستل وځنډوي.
یادې ډلې همداراز ویلي چې د سرتیرو ایستل دې د سولې په خبرو کې د پر مختګ او د طالبانو د تاوتریخوالي له کموالي سره سم ترسره شي.
یاد راپور کې راغلي چې امریکا باید د افغان سولې پروسه و نه ځنډوي. راپور زیاتوې چې د ټولو امریکایي ځواکونو وتل به افغانستان کې کورنۍ جګړې ته لار هواره کړي ، سیمه به له ګواښ سره مخ شي او د القاعده خطر به لا زیات شي.
بل خوا طالبان وایي چې د القاعده ډله په افغانستان کې شتون نه لري او زیاتوي چې که امریکایي ځواکونه د هوکړې له مخې د مې میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته په افغانستان کې پاتې شي دوی به یې پر وړاندې جګړه پیل کړي.
په ورته وخت کې د امریکا د ګډو ځواکونو پخواني قومندان جنرال جوزف ډنفورډ ویلي چې له افغانستانه د ټولو امریکايي سرتیرو وتل به ترهګرو ته د بیا ځای پرځای کېدو زمینه برابره کړي.
نوموړي همداراز ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه د امریکا پر مالي او عملیاتي ملاتړ مخ ته روان دي او په وینا یې چې دغه ملاتړ به راتلونکې کې هم دوام وکړي.











