د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د لوی درستیز یاسین ضیاء په مشرۍ پراخ ځمکني او هوايي عملیات پیل شول.
د کندهار امنیه قوماندان تادین خان وايي، دغې ولسوالۍ ته یې له ستر درستیز یاسین ضیاء سره سفر کړی او هلته یې تر ټولو لوی عملیات پیل کړي.
هغه وايي، دغه ولسوالۍ کې یې طالبان محاصره کړي او ډېر ژر به د یادې ولسوالۍ له لاسه وتلې سیمې بېرته ونیسي.
تادین خان د هغه موټربم برید په اړه څه ونه ویل، چې نن غرمه د ارغنداب ولسوالۍ په ناګهان سیمه کې د ملي اردو پر سرتېرو شوی.
نن غرمه مهال د ارغنداب ولسوالۍ اړوند ناګهان سیمه کې د ملي اردو پر ځواکونو موټربم برید شوی، چې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه یحیا علوي یاد موټربم برید تاییدوي، خو د تلفاتو په اړه څه نه وایي.
خو د سیمې اوسېدونکې بیا وایي، چاودنه دومره زوروره وه چې د کندهار ښار تر څنګ یې په ځینو نورو ولسوالیو کې هم غږ اورېدل شوی.
د سیمې اوسېدونکي دغه راز وایي، جګړه او برید کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو تر اوسه یې دقیق شمېر نه دی معلوم.











