د افغانستان بانک د بانکي څانګې مشر نثار احمد یوسفزی وايي، تیر کال د افغانستان بانک عواید ۲۹ میلیارده افغانۍ وې خو سږ کال دغه کچه شاوخوا ۸۰۰ میلیونه افغانیو ته راښکته شوې ده.
یوسفزی وايي، د عوایدو د راټیټیدو اصلي لامل کرونا ده چې په اقتصادي برخه کې یې دوی زیانمن کړي دي.
ملت ته حساب ورکونې برخه کې د افغانستان بانک رییس او مرستیالانو یې ګډون نه وو کړی.
افغانستان بانک داسې مهال د عوایدو د راټیټیدو خبر ورکوي چې یوه میاشت وړاندې د افغانستان بانک سرپرست رییس له لوري وروستۍ اصلاحات ستایل شوي وو.
د افغانستان بانک سرپرست ریس اجمل احمدي نه دی توانیدلی چې له ولسي جرګې د باور رایه واخلي خو هغه د سرپرست په ډول خپلې د ندې ته دوام ورکړی دی.











