Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

جرمني: ناټو ځواکونه باید په مشروط ډول له افغانستان ووځي

admin by admin
2021/01/25

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د بین الافغاني خبرو ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې ناټو ځواکونه باید په مشروط ډول له افغانستان ووځي.

هایکو ماس، له محمد حنیف اتمر سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، برلین د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې له خبرو ملاتړ کوي او په افغانستان کې اوسنی بد امنیتي وضعیت، هدفي وژنې او تاوتریخوالی ورته د منلو نه دي.

دواړو لوریو ټینګار کړی، چې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو وتل باید مسؤولانه وي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ډاډ ورکړی، چې د ناټو سازمان له غړو هېوادونو سره به کار وکړي، چې په مشروط ډول د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابره کړي.

هایکو ماس له دې وړاندې هم ویلي وو، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر باید په مشروطه بڼه کم شي او د تیرو دوه لسیزو د لاسته راوړنو د خوندیتوب لپاره باید هېڅکله عاجلې او تیزې پریکړې ونه شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

یوناما: پاکستان تېر کال څه باندې ۶۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې
افغانستان

یوناما: پاکستان تېر کال څه باندې ۶۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې

فبروري 9, 2026
خلیلزاد: پاکستان غواړي له پخوانیو افغان چارواکو تبلیغاتي ګټه واخلي
افغانستان

خلیلزاد: د داعش ډېری غړي پاکستان ته تښتېدلي او له هغه ځایه د افغانستان په ضد کارول کېږي

فبروري 9, 2026
برادر: افغانستان نه چاته ضرر رسول غواړي او نه یې له چا مني
افغانستان

برادر: افغانستان نه چاته ضرر رسول غواړي او نه یې له چا مني

فبروري 9, 2026
د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې
افغانستان

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې

فبروري 8, 2026
پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist