د ماليې عزل شوي وزير عبدالهادي ارغندیوال نن د یوې خبري ناستې پر مهال خبريالانو ته د خپلې منفکۍ په اړه مالومات ورکړل او وې ویل، د ناروغۍ په بستر پروت و، چې له دندې ګوښه شو.
عبدالهادي ارغنديوال وايي چې په کمه موده کې يې د مالیې په وزارت کې ډېر اصلاحات راوستي او د حکومت له لوري ټاکل شوي ټول اهداف يې پوره کړي.
ارغندیوال له خپلې دندې د ګوښه کېدو يو لامل تدارکاتو کمېسيون کې خپل شتون او له يو شمېر هوکړه ليکونو او لوړو مصارفو سره مخالفت یادوي او وایي، ((د تدارکاتو په کمېسیون کې زما شتون یوه بله معضله ده، چې ددې لامل ګرځي ترڅو ارغندیوال عزل کړل شي.))
نوموړی دغه راز وايي، په ارګ کې يوه داسې کړۍ حاکمه ده، چې له وزارتونو د غير قانوني مقرريانو غوښتنه کوي.
عبدالهادي ارغنديوال وایي: ((بېلابېلو کسانو اړیکې نیولې وې…. د مرستیالانو له دفترونو سره یې اړیکې نیولې وې، چې باید ورته یو – دوه د ګمرکونو ریاستونه ورکړل شي.))
ارغنديوال زیاتوي چې له هر څه ورته ملي ګټې مهمې دي او د عزل فرمان يې ولسمشر ته له بل ځايه ورغلی دی.
په ورته مهال ولسي جرګه له حکومت غواړي، چې فعال وزيران خپلو کارونو ته پرېږدي او نيوکه کوي، چې د سرپرستۍ لړۍ دې نوره پايته ورسوي.
د ولسي جرګې رئيس میر رحمان رحماني وایي، ولسمشر د مالیې وزیر چې توانېدلی وو له ولسي جرګې د باور رایه واخلي، پرته له کوم موجه دلیل، عزل کړ او د ولسي جرګې پرېکړه یې په نظر کې ونه نیوله.
ارغنديوال ۶۳ ورځې وړاندې له ولسي جرګې د باور رايه واخيسته او په هماغې ورځ د بهرنيو چارو له وزير سره يو ځای افغانستان په تړاو د ۲۰۲۰ کال جنيوا کنفرانس ته ولاړ.
ارګ ويلي، عبدالهادي ارغندیوال د ولسمشر له حکمونو سر غړونه کوله او په ځينو برخو کې يې د څېړنو مخالفت کاوه، نو له همدې امله له دندې ګوښه شوی، خو ارغندیوال بیا په ځان لګېدلي ټول تورنه رد کړل.











