د افغان پوځ لوی درستیز طالبان وننګول چې د ملکي وګړو د وژلو پر ځای دې له دوی سره مخامخ شي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخیل بیا وویل، طالبانو د جګړې لپاره پلانونه نیولي دي او دوی اړ شوي چې پر ضد یې چمتووالی ونیسي.
د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب بیا وویل، د سولې لپاره یې د طالبانو ټولې غوښتنې ومنلې خو د طالبانو د بریدونو دوام دا په ګوته کوي چې هغوی سولې ته اراده نه لري.
هغه وایي، پرټولو قول اردوګانو ګرځیدلی، او د طالبانو د جګړې پر ضد چمتووالی بشپړ شوی دی.
افغان لوړ پوړو نظامي چارواکو دا څرګندونې د هوايي ځواک د وړتیاوو د نندارې مراسمو کې وکړې.











