د صنعت او کانونو خونې او ملي تدارکاتو ادارې تر منځ د همکارۍ نوی تړون لاسلیک شو، چې د دغه تړون له مخې د داخلي تولیداتو کارول په دولتي ادارو کې اجباري شول.
د صنعت او کانونو خونې مسولین، چې مخکې به یې د حکومت له نه لاسنیوي شکایتونه کوه، د هوکړې هرکلی کوي او زیاتوي چې دا تړون به صنعت ته وده ورکړي او داخلي تولیدات به په کور دننه مصرف او وکارول شي.
د تدارکاتو ملي اداره له داخلي تولیداتو څخه د نه استفادې لوی لامل د کیفیت خرابوالی یادوي چې د داخلي تولیداتو پر وړاندې یې د خلکو بې باوري زیاته کړې.
د تدارکاتو ملي داره وايي، صنعت او کانونو خونه دې د داخلي تولیداتو د کیفیت تضمین وکړي.
صنعت او کانونو خونه بیا د داخلي تولیداتو د لوړ کیفیت ډاډ ورکوي او وايي، یو شمېر تقلب کاران د افغانستان داخلي تولیداتو پر وړاندې له جعل څخه کار اخلي.
له دې وړاندې، په کور دننه له داخلي تولیداتو استفاده په نشت حساب وه او په ډېری دولتي ادارو کې به د داخلي تولیداتو په نوم د نورو هېوادونو له تولیداتو ګټه اخیستل کېده.
د صنعت او کانونو خونې مسولینو په باور، د دې تړون له مخې به په دولتي ادارو کې د نورو هېوادونو د تولیداتو د کارونې مخنیوی وشي.











