د افغانستان روان وضعیت د ناټو سازمان غړي هېوادونه هم اندېښمن کړي او د امریکا له نوې ادارې سره یې له نږدې مشورې پیل کړې دي.
د ناټو سازمان غړي هېوادونه په راتلونکې فیبرورۍ میاشت کې د افغانستان په تړاو مشورتي ناستې لري او په افغانستان کې به د خپل راتلونکي روزنیز ماموریت او پوځي حضور په اړه به په ګډه پرېکړه وکړي.
ددغه سازمان له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان په اړه هره پرېکړه په ګډه کوي او هر تصمیم به یې مسولانه وي.
د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي، ((ناټو سازمان د افغان سولې پروسې ملاتړ کوي او د دغه ملاتړ د یوې برخې په توګه به موږ افغانستان کې خپل حضور تنظیم کړو. د ناټو سازمان غړي هېوادونه به د افغانستان په اړه هره پرېکړه په ګډه وکړي او مسولانه به وړاندې لاړ شي.))
د ناټو سرمنشي له رسنیو سره په مرکه کې دا هم ویلي چې له افغانستانه د سرتېرو ویستل د نړیوالې ترهګرۍ او ټولنیزو پرمختګونو په برخه کې لاسته راوړنې له خطر سره مخ کولای شي.
نوموړي دغه راز په افغانستان کې پاتې کېدل هم د یوه ستونزمن جنګ کې د ښکېلتیا په مانا بللی.
دا مهال امریکا د خپلو سرتېرو لویه برخه له افغانستانه ویستلي، چې په وروستي اقدام کې یې ۲۰۰۰ سرتېري وویستل، خو لاهم دغه هېواد په افغانستان کې ۲۵۰۰ سرتېري لري.
ناټو سازمان د امریکا له پخوانۍ ادارې سره په دې موافق نه و چې له افغانستانه ټول سرتېري وباسي او ټینګار یې کاوه چې هره پرېکړه دې محتاطانه او مسوولانه وشي.
د ناټو سرمنشي له وړاندې ویلي چې غړي هېوادونه یې نه غواړي چې په غیر مسوولانه توګه له افغانستانه ووځي او یو وار بیا دغه هیواد د وسله والو ډلو په خوندي مرکز بدل شي.











