د امریکايي ځواکونو له وتو، د پنځه زره بندیانو خلاصون او د بین الافغاني خبرو پيل سره تمه وه چې وسله وال طالبان به د جګړې کچه ټيټه او یا ودوري، خو لا هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون په بشپړ ډول نه دی عملي شوې او جګړې شدت اخیستی دی.
تېره ورځ د امریکا دفاع وزارت اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې د خپلو سرتېرو شمېر دوه زره او ۵۰۰ ته راکښته کړې دی، چې د هېواد د ملي امنیت شورا یې په غبرګون کې وايي، د امریکايي ځواکونو وتل او پاتې کېدل د جګړې او د افغانستان امنیتي وضعیت باندې اغیز نه لري او زیاتوي چې اوسمهال ۹۶ سلنه جګړه او عملیات افغان ځواکونه رهبري کوي.
د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وایي، ((د امریکايي ځواکونو کموالی د افغانستان د جکړې په وضعیت باندې تر ډېره بریده منفي اغیزه نلري، ځکه په وروستیو کې ۹۶ سلنه جګړه د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه کوي. ))
نظامي کارپوهان بیا په دې باوري دي چې د امریکايي ځواکونو له بشپړ وتو سره هم جګړه پایته نه شي رسېدی او تر هغې چې د سولې هوکړه نه وي شوي جګړه به روانه وي.
خو پوښتنه داده چې ولې طالبان د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې نه شول او جګړې شدت واخیست؟
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا سره هوکړه د عملي کېدو په حال کې بولي او روانه جګړه داخلي ستونزې یادوي چې په وینا یې ((روانه جګړه هله ختميدای شي چې اسلامي نظام حاکم او بین الافغاني خبرې بریالۍ شي.))
تېره ورځ د امریکا دفاع وزارت په یوې اعلامیه کې وویل چې د دوحې تړون له مخې یې د خپلو ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم کړی او ډاډ یې ښودلی چې افغانستان کې د جګړې ختمېدو ته نژدې شوي دي.
خو د امریکايي چارواکو د څرګندونو خلاف افغانستان کې جګړه ورځ تر بلې شدت اخلي او ډير قربانیان یې عام وګړي دي.











