ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو غوښتي چې د ملت پر نبض ځانونه پوه کړي او د ملت غوښتنې ومني.
ولسمشر غني چې نن یې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د دریو لویو اقتصادي پروژو د پرانیستغونډې مراسمو ته په انلاین بڼه خبرې کولې وویل، ملت پر سولې اجماع کړې او د جګړې دوام د اجماع خلاف دی.
ولسمشر غني وویل، د سولې اجماع سره مخالفت به د دې سبب شي چې افغانان لا زیات ځواکمن او سره یو شي.
غني په ورته وخت کې د سولې برخه کې د ترکمنستان رول مهم وباله او زیاته یې کړه ، ګاونډی ترکمنستان یې د سولې د کوربتوب لپاره ليوالتیا لري او تل یې د افغانستان شخړه کې د بې طرفه ګاونډي په توګه ځان ثابت کړی دی.











