افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر په یو ویډیويي پیغام کې ویلي، له افغان پوځیانو به د دوی ملاتړ دوام وکړي.
د هغه په وینا، له افغان ځواکونو د ناټو او امریکا ملاتړ دوام کوي او په خبره یې دوی هڅه کوي تر څو د امنیت په ټېنګښت کې همکارۍ لا زیاته کړي.
سکاټ مېلر په دې اړه چې د امنیت په ټینګښت کې به یې همکاري څه ډول وي ، ډیر جزیات نه دي ورکړي خو په دې ورستیو کې پر افغان ځواکونو د طالبانو بریدونو زور اخیستی.
وړاندې تر دې د افغان ځواکونو پر ملاتړ د امریکا هوايي ځواک پر طالبانو بریدونه هم کړي چې طالبانو د دوحې د هوکړې خلاف بللي دي.











