افغانستان کې د امریکا سفارت چارسمبالی راس وېلسن وايي چې امریکا په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت ملاتړ نه دی کړی او نه یې په راتلونکي کې ملاتړ کوي.
امریکا یو ځل بیا د سیاسي جوړجاړي له لارې د افغانستان د شخړې پر پای ته رسېدو ټینګارکړی او په وینا یې هڅه کوي د سیاسي هوکړې له لارې داسې سولې ته ورسیږي چې د تېرو کابو شل کلونو لاسته راوړنې پکې خوندي شي.
د هغه په وینا، له زلمي خلیلزاد سره یو ځای په دوحه کې د بین الافغاني خبرو مرکچي پلاویو سره اړیکه کې دي او هڅه کوي چې د سولې خبرې لا زیاتې کړندۍ کړي.
وېلسن ټینګار کړی چې امریکا هېڅکله هم د لنډمهالي حکومت ملاتړ نه دی کړی او په خبره یې امریکا هیله لري چې د افغانستان د جګړې دواړه اړخونه داسې یو جوړجاړي ته ورسېږي چې د ټولو افغانانو هیلې منعکسې کړي.











